بادغيس کې اړمنو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د ملګروملتونو دکډوالو ادارې په مالي لګښت د (CHA) موسسې له لورې د بادغيس ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکوچارو رياست په همکارۍ (۱۱۷) اړمنو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادو کورنيوته د ليندۍ په (۹) مه په مرکز قلعه نوکې ( ۴۸) کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۸۰) ډالره، (۵۰)کورنيو هرې کورنۍ ته (۲۵۰) ډالره او (۱۹) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۵) امريکايي ډالره نغدې ورکړل شوې.