پکتیکا کې سلګونو بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
به صد ها خانواده بیجاشده و نیازمند در ولایت پکتیکا مواد غذایی مساعدت شد
دافغانستان اسلامي امارات دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ ديو شمېر مرستندويه ادارو له لورې د پکتیکا ولایت زرغون ښار ولسوالۍ اړوندسيموکې پېنځه سوه بېځايه شوو، اړمنو او بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې. د پکتيکا ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي عبدالرحمن هاشمي د یادو مرستو د ورکړې پر مهال وویل، چی زمونږ د ښاغلي وزیر صاحب الحاج خلیل الرحمن حقاني او دمحترم معين صاحب الحاج محمد ارسلاح خروټي په همکارۍ تل داهڅه کوو چې بېځايه شوو،اړمنو او بېوزولو کورنيو ته دمرستو په برخه کې بېلا بېلې نړیوالې همکارې مؤسسې راجلب کړو تر څو لا ډېرې اړینې مرستې ترسره کړي. هاشمي زیاته کړه، د زرغون ښار ولسوالۍ اړوند (۵۰۰) بېوزلو او اړمنو کورنیو سره یې نن د خوراکي توکو مرسته وکړه چې په دغو مرستو کې اوړه، وریځي، غوړي، لوبیا، دال، د ماشومانو بیسکټ او نور خوراکي توکي شامل دي. بل لور ته بیا مرسته ترلاسه کونکي د افغانستان ا.ا څخه مننه کوي او زیات خوشحال دي چې له دوی سره وخت په وخت اړینې مرستې ترسره کوي. مرسته ترلاسه کونکو په خپلو خبرو کې وویل، چې د ژمي د یخ موسم په رارسېدو سره دي له دوی سره لا زیاتې هر اړخېزې مرستې وشي ځکه دوی له یو پلوه له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي او له بل پلوه ورته کاري فرصتونه نه دي برابر شوي. د یادونې ده چې د دغو مرستو لړۍ به د دې ولایت یو شمېر نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي او له بېځايه شوو، اړمنو اوبېوزلو سره به ورته مرستې تر سره شي