د چین لخوا د داخلي بې ځایه شویو لپاره د مرستو لومړنۍ جوپه نن کابل ته راورسېده!

د چین لومړنۍ بشري مرستې نن ماښام چهارشنبه، د میزان په7 مه د کابل هوایی ډګر ته چې (4000) کمپلې او (3780) جاکټونه پکې شامل وو کابل ته راورسېدې.
د دغې مرستو د را رسېدو پر مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د چين هېواد څخه په مننې وویل, دغه مرستې به د ژمي له رارسیدو وړاندې ټولو ولایتونو کې بې ځایه شویو او اړمنو خلکو ته و ويشو.
د هغه په وينا چین زموږ ګاونډي هیواد دي او د هغوي مرستې يې د هېواد لپاره خورا مهمي وبللې. هغه د نړيوالو او په ځانګړي توګه له چين څخه وغوښتل, چې د تعلیم, روغتیا او داخلي بې ځايه شويو سره د مرستو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو وویل: د افغانستان اسلامي امارت څو میاشتې وړاندې د ټول افغانستان واک ترلاسه کړ, اوس افغانان ډیرو بشري مرستو ته اړتیا لري او د نړۍ له هیوادونو څخه غواړو, چې ژر تر ژره په طبي او نورو برخو کې خپلې مرستې اعلان او شروع کړي.
هغه وویل: موږ خپله ټوله هڅه کوو, چې افغانستان ته ټولې بیړنۍ مرستې ورسو او موږ د افغانانو د ښه ژوند لپاره په افغانستان کې په بنسټیزو پروژو کې د مرستې او همکارۍ په پلانونو هم کار کوو.