دکډوالۍ نړيوال سازمان دکډوالو چارو وزارت سره همکاريوته چمتودی

په هغه ليدنه کې چې د دوشنبې په ورځ د تلې په ۵مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او دکډوالۍ نړيوال سازمان IOM د پلاوي ترمينځ ترسره شوه په لومړي سرکې ذکر شوي پلاوي په تېرو وختونوکې د مرستو دوېش او اوسمهال دچمتوالي په اړه معلومات ورکړه ويې ويل: چې بېځايه شوو کورنيو ته د بشري مرستو دوېش سربېره د کورونو جوړولو او غيرخوراکي موادو په برخه کې مرستې کوو.
هغه زياته کړه موږ په ولايتونوکې د کډوالو وزارت د رياستونو سره کارکوو او دا مهمه ده، چې دخپلو کارونو لپاره له تاسې سره همغږي ولرو او زموږ د ادارې لومړيتوب دادی، چې د ژمي د رارسېدو مخکې بېځايه شوو او اړمنو خلکوته مرستې ووېشو. نوموړي همدارنګه د کډوالو وزارت څخه هم غوښتنه وکړه چې خپل لومړيتوبونه له دوی سره شريک کړي، چې په ګډه همغږۍ کارونه ترسره کړي
. دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزير الحاج خليل الرحمن حقاني وويل: اوسمهال د کډوالو وزارت لومړيتوب بېځايه شوو او اړمنو کورنيو ته د ژمي د رارسېدو مخکې دمرستو وېش او همدارنګه نغدي، خوراکي، غير خوراکي مواد، کمپلې، سرپناوې برابرول دي او ددې د عملي کېدو لپاره دکاري ګروپونو رامينځته کول دي ترڅو مرستې په شفاف او عادلانه توګه ووېشل شي او په هر ولايت کې دکډوالو چارو رياست شته او بايد له دوی سره هم هوکړې او همغږي وشي.