دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دافغانستان داسلامي اماراتو امنیتي مسؤل معرفي شو

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳۱ - ۱۰:۲۱
_____________

د زمري په ٣٠مه دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغونډو په تالار کې احمد وزیرخادم دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کار کوونکوته د امنيتي مسؤل په توګه ور وپېژندل شو.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دغونډو په تالار کې دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت امنيتي مسؤل احمدوزیر خادم د افغانستان داسلامي اماراتو لارښوونې او قوانین کډوالو وزارت کارکوونکوته تشریح کړل  او دکډوالو وزارت دټولو کارکوونکوڅخه یې غوښتنه وکړه چې په رسمي ورځو کې دې خپلو دفترونوته راشي .
نوموي همدارنګ دنړیوالو مرستندویه بنسټونو او دفترونوڅخه هم غوښتنه وکړه چې دکډوالو اوراستنېدونکوپه برخه کې ددې وزارت سره په همغږۍ دمرستودوېش په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د كډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ له څو تنو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

راغلو مشرانو او مخورو روحاني بابا ولسوالۍ ته له پاکستان څخه د راستنو شویو هېوادوالو د وضعیت او مېشتېدو په اړه له محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل.
دغو مخورو وویل، چې راستانه شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۲
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان له مشرې ميهيونګ پارک سره وکتل.

آغلې ميهیونګ پارک له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د حالت په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې د مالي سرچینو د کمښت سربـــېره هڅه کوي اړمنو ته اړین خدمات وړاندې کړي.
ن. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارۍ دری هوکړه لیکونه د ۲ میلیونه ۶ لکه ۴۴ زره او ۴۱۳ ډالرو په ارزښت د بشري حقونو د څېړنې او دفاع موسسې، د افغانستان لپاره د انصاري بیا احیا موسسې. . .

بېرته خبرونه ته