غورکې بېځايه شوو کورنیوسره مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
-----

د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۷۳ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې دطالبانو دجګړو له امله د قندهار، د بادغيس دجوند ولسوالۍ، د چهارسدې ولسوالۍ د فيروز کوه سيمو، پسابند، دولينې، تيورې، ساغر او شهر ولسوالۍ څخه دغور ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د دوشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۱مه هرې کورنۍ ته اوړه، ماشومانو لپاره ۱۵ کيلو مقوي اوړه، شېدو لرونکو ماشومانو ته ۹۰ پاکټه مقوي مواد، ۳۰ کيلو غوړي، ۳ کيلو مالګه، او ۲۱ قوطۍ بيسکويټ مرسته ووېشل شوه.