پنجشېر کې بېځايه شوو کورنيوسره بشري مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
-----

د پجشېر ولايت دکډوالو چارو رياست د دوشبنې په ورځ د چنګاښ په ۲۱مه په دغه ولايت کې ۱۴۵ بېځايه شوو کورنيو ته د بېړنيو مرستو دوېش خبر ورکړ.

يادې کورنۍ  چې دطالبانو دجګړو له امله د کندز او بغلان ولايتونوڅخه پنجشېر ولايت ته راکډه شوې وې هرې کورنۍ ته غنم، ۱۰ کيلومکروني، ۱۰ قطۍ شېدې، سطل، د اغوستو لباسونه او کمپلې ووېشل شوې.