فارياب کې له زرو زياتو کورنیوسره بېړنۍ مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
----

د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۵۰ بېځايه شوو کورنيوسره بېړنۍ مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د خپلو اصلي سيموڅخه بېځايه شوې وې دچنګاښ په ۱۹مه هرې کورنۍ ته خوراکي مواد، غنم، وريجې، دالنخود او غوړي ووېشل شول.