فارياب کې لسګونو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
---

د خوراک نړيوال سازمان له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۳ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۳مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۳ کيلو پلمپي، ۱۰ کيلو غوړي، ۱۲ کيلو دالنخود، ۱۵ کيلو غني شوي اوړه او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.