جوزجان کې ٢٢١بېځایه شوو کورنیو سره بشريمرستې وشوې
ددیوشمېرملي او نړیوالو مرستندویه ادارو له لورې دجوزجان ولایت دکډوالو چارو راست په همکارۍ ٢٢١بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دفاریاب ولایت دسیداباد ولسوالۍ او دسرپل ولایت او جوزجان ولایت دفیض اباد ښار او اقچې ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې د جنګاښ په ٩مه هرې کورنۍ ته ٢٠٥٥٠ افغانۍ نغدې، خوراکي مواد او روغتایي کڅوړې ووېشل شوې.
همدارنګه ٤٠نورې کورنۍ چې دحرفو ي زده کړو څخه فارغې شوې وې یواندازه لباسونه ورسره مرسته شوې ده.