کونړکې ١٥٣کورنیو سره مرستې وشوې
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې دکونړ ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ١٥٣بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې کورنۍ چې دناامنیو له امله دبېلابېلو ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٩مه هرې کورنۍ ته ١٥٥٠٠افغانۍ نغدې ورکړل شوې.