قندهارکې لسګونو کورنیو سره مرستې وشوې
دیوشمېر مرستندویه ادارو له لورې دقندهار ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ١٥٦کورنیو سره بشري مرستېوشوې.
یادې کورنۍ چې دجګړو له امله دژیړۍ،میوند او پنجوايي ولسوالیو څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٩مه هرې کورنۍ ته ١٨٤کیلو اوړه،١٨کیلو غوړي،٢٥کیلودالنخود،٢کیلوبیسکوېټ،٢کیلو مالګه،دښځولپاره ١٥کیلومغذي مواد، روغتیايي کڅوړې،خېمې،ترپالونه،ګرځنده تشنابونه او دپخلنځي وسایل ووېشل شول.