هلمند کې له دوه سوزیاتې کورنۍته دبشري مرستوڅخه برخمنې شوې

ناپیژنده (not verified)
----

دیوشمېر مرستندویه ادارو له لورې دهلمند ولایت دکډوالو چارو ریاست په همکارۍ ٢٤٧بېځایه شوو کورنیو سره بشري مرستې ترسره شوې.

یادې کورنۍ چې دجګړو له امله د ناوې،نادعلي،نهرسراج او لښکر ګاه ښار بولان سیمې څخه ددې ولایت مرکز ته راکډه شوې وې دچنګاښ په ٣مه هرې کورنۍ ته ١٤زره افغانۍ نغدې ،١٨٤کیلو اوړه،٢٥کیلو دالنخود،١٨کیلو غوړي،٢٥کیلو مغذي مواد،دپخلنځي وسایل،ترپالونه،درې کمپلې،معدني اوبه،ګرځنده تشنابونه او روغتیایي کڅوړې ووېشل شوې.