فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې
د UNICEF موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو ياست په همکارۍ ۶۸ بېځايه شوو کورنیوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې دجګړوله امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۱۰مه هرې کورنۍ ته د کرونا ويروس دمخنيوي په موخه يوه يوه روغتيايي کڅوړه ووېشل شوه.