سرپل کې د بيا يوځای کېدو ولايتي ناسته وشوه

sadam_morr
_________

د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت د غبرګولي په ۵مه په دغه ولايت کې د بيايوځای کېدو ولايتي ناسته د مرستيال والي په مشرۍ ترسره کړه.

په دغه ناسته کې د دولتي ادارو او يوشمېر مرستندويه ادارو استازو ګډون کړی و او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو پروسې ښه والي او ننګونو په اړه يې خبرې وکړې.