بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۶۱ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د نا منيو له مله د قادس او ابکمري ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په ۳مه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه ووېشل شول.