بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۴۴ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړوله امله د ابکمري ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غبرګولي په په لومړۍ نېټه هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه ووېشل شول.