بدخشان کې بېځايه شوو کورنيو ته خوراکي او غير خوراکي مواد ورکړل شول

sadam_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان  WFP    او AKAH موسسې له لورې د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۸ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي مواد مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دبېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غويي په ۱۶مه هرې کورنۍ ته د ذکر شوو موسسو له لورې يوه اندازه خوراکي او غير خوراکي مواد ووېشل شول.