بدخشان کې سلګونو کورنيو ته د خوراکي موادو د وېش لړۍپيلږي
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همغږۍ ۵۱۱ بېځايه شوو کورنيو ته د خوراکي موادو دوېش لړۍ پيلږي.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د وردوج، جرم، شهدا،يمګان، کوهستان او ارغنجخوا ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز بهارک ولسوالۍ ته راکډه شوي د يوشمېرملي او نړيوالو موسسو له لورې سروې او په نښه شوي دي چې په نږدې راتلونکي کې به ورته د خوراکي موادو دوېش لړۍ پيل شي.