قندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
_________

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې دقندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۸ بېځايه شوو کورنیوسره د خوارکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د ارغنداب، ژيړۍ او ميوند ولسواليو او مرکزي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۵مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، دماشومانو لپاره ۳ کيلو د خوار ځواکۍ مواد، ۲ کيلو بيسکويټ، د DACAR له لورې يوه يوه روغتيايي کڅوړه او د SCI  موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د پخلنځي وسايل، د ميندو او ماشومانو لپاره ژمنۍ جامې د دې ادارې او ذکرشوو موسسو د استازو په شتون کې ووېشل شوې.