هلمند کې له سلو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د يوشمېر مرستندويه موسسو له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۸ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د ناوې، نادعلي، نهرسراج او د لښکرګاه ښار بولان سيمې څخه د لښکرګاه ښارته راکډه شوې وې د غوايي په ۲مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې  هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ۱۸ کيلو غوړي، ۲ کيلو بيسکويټ، د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې هرې کورنۍ ته د پخلنځي وسايل، روغتيايي کڅوړې، دوه ترپالونه، درې کمپلې، يوه ګازډبه، يوسطل او د DACAR موسسې له لورې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، د ضرورت په اندازه معدني اوبه او ګرځنده تشنابونه  د ولايت، ملي امنيت رياست، کډوالو رياست اوذکرشوو موسسو د استازو په شتون کې ووېشل شول.