له پاکستان څخه د افغانانو د بېرته ستنېدو د پلان په پلي کېدو خبرې اترې؛د (Apapps) برنامې په اړه په کډوالو وزارت کې ناسته وشوه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۳:۲۴
______________

 دغه ناسته دغويي په لومړۍ نېټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو د مرستيال وفي الله کاکړ، په افغانستان کې د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې رئيسې وين بيورن کرولاين او په افغانستان کې د کډوالۍ نړيوال سازمان (iom ) رئيس ستيوارت سيمپسون په ګډون په ګډون په کډوالو وزارت کې جوړه شوې وه، چې له پاکستان څخه د افغانانو دبېرته ستنېدو د پلان پلي کېدو په اړه پکې خبرې وشوې.

په لومړي سر کې د کډوالو وزارت له لوري له پاکستان څخه د افغانانو د بېرته ستنېدو د پلان پلي کېدو په اړه جوړه شوې طرح ګډونوالو ته وړاندې وشوه.

وروسته دپناه غوښتونکو مرستيال د دواړونړيوالو ادارو له رئيسانو غوښتنه وکړه چې د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان په اړه نظر له دوی سره شريک کړي. د (Apapps) برنامې پراساس چې د ولسمشرۍ دفتر له لوري يې د پلي کېدو لارښوونه شوې وه،تمه کېږي چې په کال کې ۵۰ زره افغان کډوالو له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شي او دبشر دوستانه خدماتو چمتو کولو او دوی ته په سيمه کې د اوسېدو او بيايوځای کېدو زمينه برابره ول. په پاي کې دريواړو لوريو پرېکړه وکړه چې له بهره د برنامې څرنګوالي او پلي کېدو لپاره يوه تخينکي ډله جوړه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

کډوالو ته د چوپړتیاوو د ښه‌والي په موخه د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

له راستنېدونکو او بېځایه شویو څخه د ملاتړو برنامو د پراختیا په موخه، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له موسسه کانادایي برای اطفال متاثر از جنګ او پرورش جامعه پایدار و خلاق موسسې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

په کابل ښار کې سلګونو کډوالو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې ۹۰۰ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
په دغو مرستو کې ۵ ډوله خوراکي توکي شامل دي، چې له زیانمونو شویو کډوالو کورنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۲۳
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر یو میلیون زیاتو امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ګډو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هیات ناروی برای مهاجرین نړۍوالې موسسې تر منځ د یو میلیون ۵۲۳ زره او ۵۹۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه. . .

بېرته خبرونه ته