د پناه غوښتونکو مرستيال په کابل کې د ICMPD له يوشمېر چارواکو سره خبرې وکړې

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۸ - ۹:۵
_______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د وري په ۲۶مه په ويانا کې د بوداپوست پروسې د دارالانشاء رئيسې صدف ديرينګ سره د کډوالو پراخې پالېسۍ (CMP) اودهغې دعمل پر پلان خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړ وويل: چې دکډوالۍ پراخه پالېسۍ هر اړخيز پلان مسوده يې د تصويب سره د ولسمشر دفتر ته لېږلې او له تصويب وروسته به دهغې له مخې کار پيل کړي همدارنګه کاکړ په وزارت کې د ظرفيت جوړونې اړتيا په اړه هم خبرې وکړې.

اغلې ميرمن صدف د ICMPD د فتر په استازيتوب د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره دهمکاريو لپاره چمتوالی اعلان کړ.

ددې سربېره اغلې ديرينګ د CAIR پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل. دا پروژه به د راستنېدونکو لپاره د کار او معشيت فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته