خبرتیا!

anwari_morr

په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفارت د کونسلي چارو څانګه د تېرې خبرتیا په دوام خپلو ټولو مراجعینو ته خبر ورکوي چې د اېران اسلامي جمهوریت د کرونا وایرِس پر وړاندې د مبارزې ملي مرکز په دې وروستیو ورځو کې د کرونا وایرِس خپرېدو او پراخېدو له امله ۱۰ ورځنی محدودیت اعلان کړ، چې پر بنسټ یې د دغې نمایندګۍ کونسلي چارې او د برېښنایي پېژندپاڼو مرکزونه د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري له ۲۲مې نېټې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري تر ۳۱مې نېټې رخصت دي.

په دغو ورځو کې به د سفارت کونسلي څانګه یوازې د مړینو او نورو عاجلو خدماتو لپاره پرانیستې وي.

له ټولو درنو مراجعینو څخه هیله کېږي چې د کرونا وایرِس د خپرېدو مخنیوي لپاره د سفارت مخې ته له راټولېدو ډډه وکړي.