قندهار کې له سلو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) او DACAR موسسې له لورې د قندهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۲ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي، غير خوراکي او روغتيايي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د هلمند او ارزګان ولايتونو او د ارغنداب، ژيړۍ، پنجوايي، ارغستان او ميوند ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۵مه هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲ کيلو مالګه، يوه خېمه، ۲ ترپالونه، يوه ګازډبه او د پخلنځي سامان الات وېشل شوي دي.