غور کې بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې شوي
د خوراک نړيوال سازمان ( WFP) له لورې د غور ولايت د کډوالو چار آمريت په همکارۍ ۴۷ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د دايکندي ولايت او د شهرک، دولينې او دولت يار ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۵مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو د خوار ځواکۍ مواد ۲ کيلو مالګه او دوه کيلو بيسکوېټ مرسته وېشل شوې ده.