کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او د خوراکي موادو مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کونړ ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۳۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او د خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۶۸۵۰ افغانۍ نغدې اود يوې مياشتې لپاره خوراکي مواد ووېشل شول.