لغمان کې لسګونو بېځايه شوو کورنيو ته دجوړو شوو سرپناه کلي ګانې ورکړل شوې

sadam_morr
_________

د لغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د کب په ۲۵مه د سرپناه ۱۱۷ کلي ګانې چې د راستنېدونکو لپاره جوړې شوې وې ورکړې.

دغه سرپناه د ACTED موسسې په مالي لګښت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ هغو راستنېدونکو افغان کډوالو ته جوړې شوې وې چې د سرپناه لپاره يې ځايونه نه لرل.