پنجشېر کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي
د DRC موسسې له لورې د پنجشېر ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بدخشان، نورستان، بغلان، لغمان، تخار او بلخ ولايت څخه ددې ولايت اړوند سيموته راکډه شوې وې د وروسته له سروې يادې کورنيو ته په دوه کټګوريو کې چې په لومړۍ کټګورۍ کې ۵۹ کورنيو ته ۱۵۴۰۰ افغانۍ او دوهمې کټګورۍ کې ۱۱ کورنيو ته ۳۷۴۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.