بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره نغد ي مرستې وشوې
د کډوالۍ نړيوال سازمان له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۶۷ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۱۳مه د مرستيال والي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۵۳۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.