بلخ کې د۱۵ کيلو متره سرک د جوړېدو پرانيسته وشوه
د GIZ دفتر له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۸، ۱۱ کيلو متره سرک د نهر شاهي ولسوالۍ په همدرد او برګت پروژه کې دکار پرانیسته وشوه.
ددغې پروژې د پلان پر اساس ۱۱،۴۸ کيلو متره سرک په همدرد پروژه کې او ۳،۸ کيلو متره سرک د برګت په پروژه کې پيل شي.
د کډوالو چارو رئيس په خپلو خبرو کې د GIZ دفتر د همکاريو مننه وکړه او ددغې پروژې د برخمنو څخه يې غوښتنه وکړه د سرکو نو ساتلو ته پاملرنه وکړي.
د سيمې اوسېدونکو د کډوالو چارو رئيس د هلو ځلو ستاينه وکړه چې داخلي بېځايه شوو ته يې ستونزو ته يې رسيده ګي کړې اود يو ستاينليک په ورکړې سره يې ونازوه.