قندهار کې ۱۱۵ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
--------------

 

د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۵ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د هلمند، اروزګان ولايت او د ډنډ، ارغنداب، ژيړي، پنجوايي او د قندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د مرغومي په ۴مه د SCI موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د پخلنځي سامان الات، ګرځنده سرپناه، دماشومانو د اغوستو بستره، د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴ کيلو اوړه، ۱۸ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دال، ۲ کيلو مالګه، د ماشومانو لپاره ۳ کيلو د خوراځواکۍ مواد، د DACAR موسسې له لورې روغتيايي کڅوړې او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه مرسته ووېشل شوه.