فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr
------------

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM ) له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۰۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېرسيمو او ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۳۰مه هرې کورنۍ ته ۱۵۳۵۰ افغانۍ نغدې، کمپلې، دماشومانو جامې، د ښځو پټوان، بوټونه او جرابې مرسته ووېشل شوه.