پکتيکاکې د انساني قاچاق دمخينوي په موخه ناسته وشوه

anwari_morr
______________

د پکتيکا ولايت د کډوالو چارو رياست د ليندۍ په ۲۰مه په دغه ولايت کې د انساني قاچاق دمخنيوي په موخه ناسته وکړه، چې پکې عدلي، قضايي، امنيتي او ملکي ادارو استازو ګډون کړی و.

لومړی د والي مرستيال په خپلو خبرو کې انساني قاچاق يوه نړيواله پيده وبلله او په ټولنيزو رسنيو او جوماتونوکې يې دخلکو د عامه پوهاوي لپاره د هر اړخيز پلان غوښتنه وکړه.