بلخ کې له ۱۰۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي
د يوشمې مرستندويه ادارو له لورې د بلخ ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۱۵۹ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د ليندۍ په لومړۍ نېټه ۳۲ بېځايه شوو کورنيو ته د استقلال پروژې په علي شېرنوايي او عبدالقادر جيلاني په سيمه کې د NRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته د افغان بيسم شرکت MY MONEY له طريقه ۵۸۴۰ افغانۍ نغدې او دخوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۱۱۲۷ کورنيو هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.