کندز کې له ۲ زرو زياتو بېځايه شوو کورنيو ته د خوراکي موادو وېش لړۍ پيل شوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP او NPO-RRAA ادارې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۹۳۹ بېځايه شوو کورنيوته يادې کورنۍ د جګړو له امله دبېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې.
د خوراکي موادو دوېش لړۍ پيل شوه.
په يادو مرستو کې ۱۸۴ کيلو اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه او دماشومانو لپاره ۳ کيلو دخوار ځواکۍ مواد شامل و چې د يادو موسسو له لورې د مرستيال والي، کار او ټولنيزو چارو رئيس، کډوالو رئيس په شتون کې پرانيسل شوه. د ويلو ده چې په راتلونکو ۲۰ ورځوکې به دغه مواد ورته ووېشل شي.