د کډوالو وزارت سرپرست دملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمېشنر سره وليدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي د لړم په ۲۵مه د ملګروملتونو دکډوالو عالي کمېشنر ښاغلي فليپوګراندي سره چې تازه په يو رسمي سفر افغانستان ته راغلی و ليدنه وکړه او د افغان کډوالو د وضعيت دښه والي، دګډ کار کاري موضوعاتو او پرمختللو برنامو په اړه يې خبرې وکړې.
د کډوالو وزارت سرپرست دملګرو متلونو دکډوالو عالي کمېشنر ته ښه راغلاست ووايه، او له ياد دفتر څخه يې د پناه غوښتونکو وضعيت ته د رسېدو، داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو سره د همکارۍ په برخه کې مننه وکړه او د کډوالۍ او بېځايه کېدو په برخه کې يې د افغان حکومت د لومړيتوبونو په هکله وويل: « د دولت دغه هڅې کولای شي د ګډوالۍ په برخه کې شته ننګونو ته د پای ټکی کېږدي.افغان حکومت د کډوالو پر پرمختيايي برنامو کارکوي،هغه د همکارو ادارو زياته همغږي د خدمتونو په برخه کې ګټوره وبلله او په افغانستان کې د ملګروملتونو د فعاليتونو، په هېواد کې دکاري ساحو په لومړيتوبونوکې زياتوالی، د اسناد لرونکو کډوالو سره ددغې ادارې د بشري مرستو د زياتوالي، د پناه اخيستونکو ستونزو ته لاسرسی په ځانګړي توګه په يونان کې د افغان پناه اخيستونکو روغتياته او همدارنګه اړمنو کورنيو ته يې د ژمنيو مرستو د وېش غوښتنه وکړه».
هغه د سولې بهير د هيله بخښونکو خبرو په اړه وويل:« چې دغه پروسه به سرته ورسي، چې په داسې حالاتوکې به زيات شمېر افغان کډوالو هېواد ته راستانه شي، چې هر اړخيز غور ته اړتيا لري؛ خو دکډوالو په بحث کې د سولې د صحنې نه پېژندل يوه ننګونه وه او له کوربه هېوادو څخه د افغان کډوالو راستنېدلبه زياتوالی ومومي.
د پناه غوښتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمېشنر د خدمتونو پردوامداره برنامو ټينګار وکړ او د پناه غوښتونکو کوربه ټولنې پاملرنې او په ګاونډيو هېوادونوکې د کډوالو د بيا مېشته کېدلو په هکله د افغانستان اقدام دهغو هېوادونو لپاره مهم وباله،چې کډوالوته زياته پاملرنه کوي. هغه په افغانستان کې د خپلو هکاريو د دوام خبر ورکړ.
