لغمان کې د اوبو رسونې شکبه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

anwari_morr
______________

د لغمان ولايت دکډوالوچارو رياست د لړم په ۴مه په دغه ولايت کې د اوبو رسونې شبکې د جوړېدو خبر ورکړ.

د اوبو دغه شبکه د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د OHW په تخنيکي مرسته د ۳ ميليونو افغانيو په ارزښت د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د لغمان دمرستيال والي،کډوالو چارو رئيس او د ذکر شوو موسس د استازو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.