بغلان کې له ۵۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
.

 

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بغلان ولايټ دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۲۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د مرکزي بغلان، تاله برفک، پلخمري ښار، دندې غوري، دندې شهاب الدين او زمانخېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۳مه هرې کورنۍ ته ۹۲ کيلو اوړه، ۹ کيلو غوړي او يوه کيلو بيسکوېټ مرسته ووېشل شوه.