بلخ کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې
د WHH موسسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۷۸ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ، چې د جګړوله امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې دتلې په ۲۴مه هرې کورنۍ ته ۶۰ کيلو اوړه، ۲۹ کيلو ورويجې، ۶ لېتره غوړي، ۱۴ کيلو لوبيا، ۱ کيلو مالګه، ۶ کيلو بوره، ۱۵ صابونونه، ۷ روی پاکونه، ۱۰ د کالو مينځلو صابونه، ۲ د اوبو بوشکې او دوه دانې د اوبو لوټې د ولايتي شورا رئیس، کډوالو رئيس او اقتصاد رئيس په شتون کې اړمنوکورنيو ته ووېشل شوې.