فارياب کې ۲۷۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr
.

د خوراک نړيوال سازمان او ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۷۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۳مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه،دوه قطۍ غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو بيسکويټ، دماشومانو لپاره درې کيلو دخوارځواکۍ مواد  او دماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې هرې کورنۍ ته څلور کمپلې، څلور جوړه جامې نارينه پټوان، دماشومانو کمپلې، او دپخلنځي سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.