په هرات کې د داخلي بېځايه شوو د ملي پالېسۍ عملياتي پلان جوړ شو

anwari_morr
هرات

د هرات ولايت دکډوالو چارو رياست د تلې په ۵ په دغه ولايت کې د داخلي بېځايه شوو دملي پالېسۍ عملياتي پلان او په دغه ولايت کې د داخلي بېځايه شوو  دلېږد او ځاي پرځای کولو  ورکشاپ جوړ کړ.

ياد ورکشاپ به د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي، د کډوالو چارو رياست کارکوونکو، د دولتي ادارو استازو، ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو استازو، دهرات ولايت د بېځايه شوو د شورا استازو او په هرات کې د المان د GIZ دفتر په همکارۍ د دريو ورځولپاره د تلې د ۶ مې نټې څخه تر ۸ مې نېټې پورې ترسره شي.

ددې برنامې موخه په عمومي ډول د پلان بياکتنه او نوې کول دي، ترڅو پلان په دقيقه توګه وڅېړل شي او د موادو د زياتوالي په برخه کې د ټولنې اوسني حالت سره سم او جامع وي.

 

د ويلو ده چې د لومړي ځل لپار دا رياست وياړ لري چې د اړونده بنسټونو سره په ګډې همکارۍ د داخلي بېځايه شوو د ملي پالېسۍ  لپاره يو مناسب پلان جوړ کړي.