د فراه بېځايه شوو ته په قندهارکې خېمې ووېشل شوې
دقندهار ولايت د کډوالو چارو رياست د وږي په ۲۲مه د فراه ولايت ۱۵ بېځايه شوو ته په دغه ولايت کې خېمې ووېشلې.
دغه کورنۍ د وروستيو جګړو له امله قندهار ولايت ته بېځايه شوې وې، چې د کډوالو چارو رياست په همکارۍ او همغږۍ سروې او په نښه شوې وې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې له لورې د ولايتي شورا او دقندهار د والي د دفتر رئيس په شتون کې يوه يوه خېمه ووېشل شوه.
همدارنګه د شنبې په ورځ د ظرفيت لوړونې يو ورکشاپ په دغه رياست کې د (NRC) موسسې له لورې برابر شوی و،چې ددغه رياست ۲۰ تنو کارمندانو ته د داخلي بېځايه شوو دملي پالېسۍ ۳۰۵ ګڼه فرمان په اړه روزنه ورکړل شوه.
د ويلوده چې ياد کورنيو سره به په نژدې راتلونکي کې بشري مرستې ترسره شي.