کاپيساکې سلګونو کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr

د WFP ،DACAR اوIOM موسسو له لورې د کاپيسا ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۳۱۵ سېلاب ځپلو کورنيوسره مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د سېلابونو له امله زيانمې شوې وې د وږي په ۱۹مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۲۵ کيلو دالنخود، ۲ کيلو مالګه، ۲۱ کيلو بيسکوېټ، ۲۷ پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ مواد، ۵ کيلو سويا اوړه، ۳ کمپلې، دپخلنځي مکمل سامان الات، ۲ سلوري برقونه او يوه يوه روغتيايي کڅوړه وېشل شوې ده.

د ويلوده چې يادو کورنيوسره به په نژدې راتلونکي کې نغدي مرستې ترسره شي.

Image may contain: one or more people, people sitting, table and outdoor