باميانو کې لسګونه بېځايه شوو کورنيبوسره مرستې وشوې

anwari_morr
باميانو کې لسګونه بېځايه شوو کورنيبوسره مرستې وشوې

 

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې دباميانو ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۰۰ راستنېدونکو کورنيوسره د لمريزې برېښنا د تختو مرسته وشوه.

په يادو مرستو کې ۲ دانې تخې ۳۰۰ واټ، دوه بطرۍ، ۲۰۰ امپيره، يوه د بطرۍ کنترولر، ۵۰ متره لين، پنه ساکټونه، پنځه سوچونه، پنځه

ګروپونه، پنځه ولډرونه او يودانه خرشيدي پنل چې ټول ۳۶۰ امريکايي ډالره کېږي د يادې موسسې له لورې په مرکز کې وېشل شوي دي.