فراه کې ۵۰ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې وشوې
د ARAA موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارآمريت په همکارۍ ۵۰ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ده ګانه ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته را بېځايه شوې وې د وږي په ۶مه هرې کورنۍ ته ۳ کمپل، ۲ ترپالونه، ۲ سطلونه، يوه ګازډبه او پخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.

