هلمندکې د روغتيايي کڅوړو دوېش لړۍ پيل شو
د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست د زمري په ۳۰مه په دغه ولايت کې ۳۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوته د روغتيايي کڅوړو دوېش لړۍ پيل شوه.
بېځايه شوې او رستنې شوې کورنۍ مخکې ددغې ادارې په همکارۍ او همغږۍ سروې او په نښه شوې وې.
دغه مرستې د HRDAموسسې په همکارۍ د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له بوديجې څخه دي، پکې ۱۲ صابونونه، يو دعفوني ضدمايع او دوه لس لېتره اوبه شاملې دي دولايت مقام، کډوالو چارو رياست او ذکرشوې موسسې استازو په شتون کې دهلمند په مرکز کې ووېشل شوې.