لغمان کې د کډوالو کورنيو د اساسي حقوقو په اړه د پلان جوړونې ناسته وشوه

anwari_morr
لغمان کې د کډوالو کورنيو د اساسي حقوقو په اړه د پلان جوړونې ناسته وشوه

 

دغه ناسته د چنګاښ په ۲۴مه په ختيځ ځلان هوټل کې جوړه شوې وه چې، پکې د لغمان مرستيال والي، ولايتي شورا رئيس، کډوالو چارو وزارت سلاکار، سکتوري رئيسانو، دمرستندويه موسسې استازو او د راستنوشوو او داخلي بېځايه شوو کورنيو  او ميرمنو هم ګډون کړی و.

په پيل کې د لغمان د کډوالو چارو رئيس شاکر الله شاکر د بېرته راستنو شوو او داخلي بېځايه شوو کورنيو لپاره کاري پيلان د تطيق کمېټې د جوړېدو په اړه څرګندونې وکړې.

د لغمان مرستيال والي شهزاده مظلوم يار  له جوړېدونکې کمېټې څخه وغوښتل ترڅو د بېرته راستنو شوو او داخلي بېځايه شوو کورنيو د ژوند بساينې او اوږدمهاله مرستو د دوام په اړه سپارښتنې وکړې.

همداراز مرستيال والي د يادې برنامې له پلي کوونکو بنسټونو او د بېلابېلو نړيوالو مرستندويه ادارو نه له دې امله مننه وکړه، چې د دوی پرمټ يې له راستنو شوو او داخلي بېځايه شوو کورنيو سره هر اړخيزې مرستې کړي  او د ډېرو کورنيواړتياوې يې پوره کړي.

د لغمان ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيزي او د کډوالو چارو وزارت سلاکار محمد حسن رباني په اړه ونده موضوع او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو کورنيو دحقوقو په اړه معلومات ورکړل.

په پای کې د يادې برنامې په اړه پرنټيشن هم وړاندې شو، چې د کډوالو په خپله خوښه راستنېدنه، سيمه ييز ادعام او مسکن سازۍ په اړه معلومات پکې ځای شوي و.