بلخ کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

anwari_morr

 

د ORD موسسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۸ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د فارياب ولايت څخه دبلخ ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۱۱مه هرې کورنۍ ته ۳ ليتره دمايع ضد عفوني، ۳۲ صابونونه، يو پلاستيکي سطل، دوه بوشکې او روغتيايي کڅوړو مرسته ووېشل شوه.