کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د UNOCHA موسسې له لورې د کونړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۱۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د چپې درې، سرکاڼو، پېچ درې، وټه پور،نرنګ او څوکۍ ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د سلواغې په ۱۶مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ امريکايي ډالره د ژمنيو وسايلو د اخيستو او ۳۰۰ ډالر د کورونو ترميم لپاره ورکړل شوې.